ثبتول یا نوم لیکنه

د حمایت ټولنه په اصل کي یوه عربی او فارسی کلمه ده چی د« ساتنه» او «پاملرنه» معنی لری

حمایت تولنه یوه خپلواکه، سیاسې بی طرفه ټول ګټه ټولنه ده،چی له ۱۹۹۵ کال راهيسي دوهلو او ټکول شویو او له جنګ نه ژوندي راوتليو خلکو دطبې،روانې،روحی او عصبی رنځونو ددرملنې لپاره په ویانا کې دیو مرکز په توګه ځان ځای پر ځای کړی دی.

ددی مرکز هلي ځلي او خدمتونه وړیا او بی پیسو دی. دا پدی پوري اړه نلري چي څوک دروغتیا بیمه لری اوکنه. ددي مرکز دروازه ټولو هغو خلکو ته خلاصه ده چی پخپلو هیوادو او یا د تيښتي په وخت کی ژوند ګواښونکي او دردونکي تجربي کړی وی